سنبله 09, 1404 15:51 Asia/Kabul
  • غزه کې د صهیونیستي رژيم د جنایتونو دوام

په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام سره نن دغه رژیم په دې سیمه کې په خپلو بریدونو سره فلسطینیان په نښه کړل چې په کې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شول.

له نن سهار څخه تر نن ماسپښین پورې، د نیواکګرو په بریدونو کې یوازې اتلس فلسطینیان شهیدان شول.له بلې خوا صهیونیستي رژیم په دې وروستیو ورځو کې په غزه ښار خپل بریدونه زیات کړي او له اوسیدونکو یې غوښتي چې د غزې تړانګې جنوب ته لاړ شي.دا په داسې حال کې ده چې آنروا اعلان کړی چې د غزې تړانګې د اویا سلنې څخه ډیرې سیمې له ویجاړولو وروسته، په غزه کې د کډوالو د نویو ډلو د منلو او میشتولو لپاره هیڅ ځای نشته.په غزه کې جګړه په داسې حال کې دوام لري چې د صهیونیستي ځواکونو د تلفاتو شمیر هم مخ په زیاتیدو دی.په صهیونیستي رژیم کې خپاره شوي رسمي احصایې ښیي چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، لږترلږه نهه سوه صهیونیست پوځیان وژل شوي او له شپږو زرو څخه ډیر ټپیان شوي دي.