سالنګ لویه لار څخه د عبدالغني برادر لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45583-سالنګ_لویه_لار_څخه_د_عبدالغني_برادر_لیدنه
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سالنګ لویې لارې څخه د لیدنې پر مهال د ټولګټو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل چې د ژمي له پیل څخه مخکې د لویې لارې پاتې کارونه بشپړ کړي.
(last modified 2025-08-31T07:51:22+00:00 )
سنبله 09, 1404 12:20 Asia/Kabul
  • سالنګ لویه لار څخه د عبدالغني برادر لیدنه

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سالنګ لویې لارې څخه د لیدنې پر مهال د ټولګټو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل چې د ژمي له پیل څخه مخکې د لویې لارې پاتې کارونه بشپړ کړي.

برادر ټینګار وکړ چې دا اقدام باید د کیفیت په پام کې نیولو سره ترسره شي.په ورته وخت کې د ټولګټو چارو وزارت او قراردادي شرکتونو چارواکو د اقتصادي چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ چې د سالنګ لویې لارې کار د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره دوام لري.اوس مهال د سویلي سالنګ د لسمې څخه تر پنځلسمې ګالري پورې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې کار بشپړ شوی چې د سویلي سالنګ ټولټال پنځه پنځوس سلنه کار پرمختګ کړی دی.همدارنګه د شمالي سالنګ د بیارغونې کار هم دوام لري.