ایران څخه د یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوالو راستنیدل
د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یارحمدي وايي چې په وروستیو میاشتو کې له یو میلیون او اته سوه زره څخه ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
د ایراني چارواکي په وینا ټاکل شوې ده چې اته سوه زره نور غیرقانوني کډوال هم خپل هیواد ته ستانه شي.هغه دا هم وویل چې هیواد یې هغو افغان کډوالو ته ځانګړې پاملرنه کړې چې ژوند یې په خطر کې دی.د ایران د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د مرکز مشر زیاته کړه چې د دې کډوالو اویا سلنه له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ستانه شوي دي.یاراحمدي وویل چې د ایران زیربنا د بهرنیو اتباعو د یو ټاکلي شمیر منلو لپاره ډیزاین شوې، او د اټکلونو له مخې، د اتباعو نفوس باید شاوخوا درې ملیونو ته ورسیږي.د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر مخکې اعلان کړی و چې په هیواد کې شپږ میلیونه افغان کډوال شتون لري، او د دوی شمیر باید درې ملیونو ته ورسیږي.