افغانستان ته د ایراني توکو صادراتو زیاتوالی
د جنوبي خراسان والي محمد رضا هاشمي اعلان وکړ چې دې ولایت د تیر کال په دویمه نیمایي کې افغانستان ته له یو میلیارد او اووه سوه پنځوس میلیون ډالرو څخه ډیر صادرات کړي دي.
د هغه په وینا دا شمیره افغانستان ته د ایران د ټولو صادراتو شاوخوا څلوېښت سلنه ده.هغه دا هم وویل چې د ایران اقتصادي پلاوي له افغانستان څخه د لیدنې وروسته په جنوبي خراسان کې دوهم سرحدي بازار د فعالیدو په حال کې دی.محمد رضا هاشمي زیاته کړه چې افغانستان سره د ګډې پولې شتون د اقتصادي تبادلو د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت دی.د جنوبي خراسان والي وايي چې د دوامداره اقتصادي او امنیتي ظرفیت په توګه افغانستان سره د پولې د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.تهران ټایمز ورځپاڼې په چنګاښ میاشت کې راپور ورکړ چې تیر کال د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تیر کال په پرتله نږدې څلور اتیا سلنه زیاته شوې، چې درې اعشاریه یو سل او نوي ډالرو ته رسیدلې ده.