پاکستان کې د ورښتونو له امله د نیم میلیون کسانو بې ځایه کیدل
د پاکستان په ختیځ پنجاب ایالت کې چارواکو ویلي چې په تېره اونۍ کې د سیلابونو له امله دیرش کسان مړه شوي دي.
د پنجاب ایالت د چارواکو په وینا د څو ورځو سختو بارانونو وروسته نږدې نیم میلیون خلک بې ځایه شوي دي، او په پاکستان کې له یو اعشاریه پنځه ملیون څخه ډیر خلک د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.په دې وروستیو ورځو کې درې سرحدي سیندونه چې هند سره په پوله د پنجاب ایالت له لارې بهیږي، سخت سیلابونه راووتل چې له امله یې دوه زره درې سوه کلي اغیزمن شول.د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د کورنیو او د هغوی د څارویو لپاره د سرپناه چمتو کولو لپاره له پنځه سوه څخه ډیر کمپونه جوړ شوي دي.په تېره میاشت کې، پاکستان د سختو موسمې بارانونو او سیلابونو شاهد و.د دې میاشتې په نیمایي کې افغانستان سره په پوله خیبر پښتونخوا ایالت د سیلابونو او ځمکې ښویدنې شاهد و چې په څو ورځو کې یې نږدې څلور سوه کسان ووژل.