درې اړخیزه شل اووریزه کرکټ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45579-درې_اړخیزه_شل_اووریزه_کرکټ_سیالۍ
په متحده عربي اماراتو کې د شل اوریزو درې اړخیزو سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان کوربه اماراتو ته د یودیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.
(last modified 2025-08-31T07:48:32+00:00 )
سنبله 09, 1404 12:17 Asia/Kabul
  • درې اړخیزه شل اووریزه کرکټ سیالۍ

په متحده عربي اماراتو کې د شل اوریزو درې اړخیزو سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان کوربه اماراتو ته د یودیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دې بریا سره پاکستان څلور نمرې ترلاسه کړې او د جدول په سر کې یې خپل مقام پیاوړی کړ.د ماتې سره سره، متحده عربي اماراتو هم په درجه بندۍ کې د افغانستان څخه لوړ مقام ترلاسه کړ.پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او په شل اورونو کې یې د ټولو لوبغاو په سوځیدو سره دوه سوه اووه منډې جوړې کړې.صائم ایوب نهه شپیته منډو سره د لوبډلې غوره لوبغاړی و.متحده عربي اماراتو دوهمه بیټینګ وکړ چې په شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یو سل او شپږ اویا منډې وکړې. اصف خان اووه اویا منډو سره د لوبډلې غوره لوبغاړی و.د متحده عربي اماراتو راتلونکې لوبه به سبا دوشنبه د افغانستان په وړاندې وي.