د افغانستان په تړاو د شانګهای سازمان غونډه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45566-د_افغانستان_په_تړاو_د_شانګهای_سازمان_غونډه
د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي ویلي دي چې د افغانستان د وضعیت په اړه به په تاجیکستان کې یوه مشورتي غونډه جوړه شي.
(last modified 2025-08-30T09:29:26+00:00 )
سنبله 08, 1404 13:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان په تړاو د شانګهای سازمان غونډه

د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي ویلي دي چې د افغانستان د وضعیت په اړه به په تاجیکستان کې یوه مشورتي غونډه جوړه شي.

هغه وویل چې دا غونډه د راتلونکې میاشتې په یوولسمه او دوولسمه نیټه ترسره کیږي او په سیمه کې د افغانستان د وضعیت اغیزې به وڅیړل شي.یاد چارواکي وویل چې د مرکزي آسیا هیوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرپرست حکومت سره تعامل او همدارنګه په افغانستان کې د امنیت مسله به د هغو موضوعاتو څخه وي چې په غونډه کې به پرې بحث وشي.د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي وویل چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه کیږي، مګر په بشري او ټولنیزو برخو کې د ننګونو په ګډون د ښځو حقونه او ترهګرۍ سره مبارزه لا هم پاتې دي.مخکې له دې د منځنۍ آسیا هیوادونو د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.