هیواد ته د سوداګرۍ خونې د پخواني مشر راتګ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45561-هیواد_ته_د_سوداګرۍ_خونې_د_پخواني_مشر_راتګ
د سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون آلمان څخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د پخواني مشر د راستنیدو خبر ورکړ.
(last modified 2025-08-30T09:23:40+00:00 )
سنبله 08, 1404 13:52 Asia/Kabul
  • هیواد ته د سوداګرۍ خونې د پخواني مشر راتګ

د سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون آلمان څخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د پخواني مشر د راستنیدو خبر ورکړ.

د دې کمیسیون مطبوعاتي څانګې نن شنبه په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې پخوانی رییس آذرخش حافظي هیواد ته راستون شوی دی.ښاغلی حافظي د سویلي آسیا د سیمه ایزو همکاریو ټولنې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړی او د لویدیځې افریقا هیوادونو د اقتصادي ټولنې د رییسانو د بورډ غړی و.د یاد کمیسیون دنده دا ده چې پخواني افغان چارواکي هیواد ته راوبلي. دغه ادارې وویل چې دوی له امنیتي اندېښنو پرته د ژوند ډاډمن کولو مسؤلیت لري او تضمین یې کوي.