سنبله 06, 1404 16:41 Asia/Kabul
  • هرات کې د قاچاقي سفر په تور د ۹ کسانو نیول کیدل

د هېواد په لوېدیځ زون کې د سرپرست حکومت دوه سوه اووه الفاروق قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې نهه کسان د افغانستان په پوله کې ایران ته د غیرقانوني سفر په تور نیول شوي دي.

دا کسان د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ مرکز ته د څېړنو لپاره استول شوي دي.مخکې له دې د سرپرست حکومت مسؤلو چارواکو ویلي وو چې نورو هیوادونو ته غیرقانوني سفر به له قانوني چلند سره مخ شي.دوی وویل چې له افغانستان څخه ټول سفرونه باید قانوني وي او که چیرې افراد غواړي کوم هیواد ته سفر وکړي نو ویزې ترلاسه کولو ته اړتیا لري.