د افغانستان او ایران د فوټبال لوبډلې سره مخامخ کېږي
سنبله 06, 1404 16:46 Asia/Kabul
د مرکزي آسیا اتلولۍ فوټبال سیالیو ګروپي پړاو (کافا) به د جمعې په ورځ پیل شي.
لومړۍ لوبه به د افغانستان او ایران ترمنځ وي او دواړه ټیمونه به هڅه وکړي چې خپلې وړتیاوې وښيي.ټاکل شوې ده چې دا لوبه د تاجیکستان د حصار په مرکزي لوبغالي کې په سیمه ایز وخت څلور نیمې بجې ترسره شي.د افغانستان ملي لوبډله ایران، تاجکستان او هند سره د ټورنمنټ په دویم ګروپ کې شامله شوې ده.دغه ټورنمنټ به په تاجیکستان کې ترسره شي.خو دا سیالۍ به په ګډه په ازبیکستان کې هم ترسره شي، چې ترکمنستان، ازبیکستان، قرغزستان او عمان به په الف ګروپ کې سیالي وکړي.