سنبله 06, 1404 16:39 Asia/Kabul

د ننګرهار ولايت غني خيلو ولسوالۍ کې تېره شپه پاکستاني بې پيلوټه الوتکو پر يوه ملکي کور دوه بريد ترسره کری او د يوې ميرمنې په ګډون يې پنځه ماشومان ټپيان کړي دي. قومي مشران وايي پاکستاني ځواکونو تل ملکیان پر نښه کړي او له نړيوالۍ ټولنې غواړي چې د دغه ډول بريدونو مخه دې ونیسي. ددغه ولايت مسوولين پېښه تاييدوي او زياتوي چې ټپيان يي پر وخت روغتون ته وړي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.