د هند پر وړاندې د امریکا د تعرفو پلي کول
سنبله 05, 1404 16:37 Asia/Kabul
د هند پر وړاندې د امریکا پنځوس سلنه تعرفه له نن چهارشنبې څخه پلي شو.
دا تعرفه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هند ولګوله؛ د دې اقدام لامل د روسیې د تیلو اخیستل وو.په هند کې کوچنیو کاروباریانو او سوداګرۍ ته د امریکا دا اقدام به لوی اقتصادي زیان ورسويمخکې د هند حکومت له روسیې څخه د تیلو د وارداتو د ځنډولو په ځواب کې ویلي وو چې هیواد یې په خپلو پریکړو کې په خپلواکه توګه عمل کوي او واشنګټن نشي کولی خپلې غوښتنې پر دغه هیواد تحمیل کړي.ویل کیږي چې د امریکا دې اقدام سره به هند د چین او د سیمې نورو هیوادونو په ګډون د آسیایي هیوادونو په لور وغځوي.