سنبله 05, 1404 16:40 Asia/Kabul
  • مشهد کې د افغانستان فوټسال ټیم روزنیز کمپ

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزنیز کمپ تر څو میاشتنۍ دمې وروسته په مشهد کې بیا پیل شو.

د روزنې په لومړۍ ورځ د ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضايي اعلان وکړ چې دې پړاو ته دري دیرش افغان لوبغاړي بلل شوي دي.هغه وویل چې دې لوبغاړو څخه شل یې په مشهد کې او دیارلس نور یې په کابل کې تمرین کوي.دا لوبغاړي د افغانستان د فوټسال غوره لیګ له غوره لوبغاړو څخه غوره شوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو سیالیو کې په وار وار لوبې وکړي.د ملي لوبډلې مشر روزونکي ټینګار وکړ: "په نړیوالو سیالیو کې د ملي لوبډلې بریالی شتون د افغانستان د فوټسال غوره لیګ ته وده ورکړې او د لوبغاړو او د فوټبال مینه والو هڅو په هیواد کې د دې ډګر پراختیا ته لاره هواره کړې ده."