د کابل – قندهار پر لویه لار خونړۍ ترافیکي پېښه
سنبله 05, 1404 16:37 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند د کابل-کندهار په لویه لار کې د موټر د چپه کېدو له امله د پنځه ویشت کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.
عبدالمتین قانع څرګنده کړه چې دا پیښه د کابل د ارغندي سیمې ته نږدې رامنځته شوه او بس کې سپاره اووه ویشت کسان ټپيان شوي هم دي.ویل کیږي چې دا پنځه سوه اتیا ډوله بس له کندهار څخه کابل ته روان و چې په دې سیمه کې له سړک څخه ووت او په یوه دره کې ولوېد.قانع وویل چې د پیښې لامل څېړل کیږي.دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تیره اونۍ د اسلام کلا-هرات په لاره کې د ترافیکي پیښې له کبله شاوخوا اتیا کسانو خپل ژوند بایلود.