د متقي پر سفر د بندیزونو لیرې کولو لپاره د هند غوښتنه
سنبله 05, 1404 16:35 Asia/Kabul
هندي رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې نوي ډیلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې څخه د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر سفر د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.
د دې راپور یوه برخه وايي چې نوي ډیلي د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر د سفر لپاره ټول لوژستیکي او ډیپلوماتیک چمتووالی بشپړ کړی دی.راپور زیاتوي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفر کمیټې پریکړې ته انتظار باسي او د دې پریکړې له ترلاسه کولو وروسته به د سفر دقیقه نیټه وروستۍ شي.د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې وروستیو کې هندي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره دغه هیواد ته بلل شوی و. خو د سفر د معافیت د نشتوالي له امله هغه ونشو کولای له افغانستان څخه بهر سفر وکړي.