درعا ولایت کې پر یوې پوستې د وسلوالو کسانو برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45483-درعا_ولایت_کې_پر_یوې_پوستې_د_وسلوالو_کسانو_برید
د سوریې رسنیو درعا ولایت کې د سوریې د موقت حکومت د ځواکونو په یوه پوسته د نامعلومو وسله والو له خوا د برید خبر ورکړ.
(last modified 2025-08-27T08:35:30+00:00 )
سنبله 05, 1404 13:04 Asia/Kabul
  • درعا ولایت کې پر یوې پوستې د وسلوالو کسانو برید

د سوریې رسنیو درعا ولایت کې د سوریې د موقت حکومت د ځواکونو په یوه پوسته د نامعلومو وسله والو له خوا د برید خبر ورکړ.

بریدګرو د ولایت په شمال کې د الصنمین په ښار کې د لاسي بم په واسطه پر پوسته برید وکړ.خو نور جزئیات لا نه دي ورکړل شوي.د سنبلې په لومړۍ نیټه، د دیرالزور په المیادین ښار کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په یوه پوځي پوسته برید وشو چې په پایله کې یې د سوریې د موقت حکومت د امنیتي ځواکونو یو غړی ووژل شو.شاوخوا یوه اونۍ وړاندې، د سوریې په پلازمینه دمشق کې د "مزه" په لویه لاره کې چاودنه وشوه، چې د یو زاړه موټر دننه د ځای پر ځای شوي بم له امله رامنځته شوه.