سنبله 03, 1404 16:39 Asia/Kabul
  • د کافا فوټبال سیالیو د وخت او مهالوېش ټاکل

د مرکزي آسیا د فوټبال ټولنې د ګروپي پړاو سیالیو لپاره وخت او مهالویش اعلان کړ.

کافا ویلي چې سیالۍ به د جمعې په ورځ د سنبلې په اوومه پیل شي، او په لومړۍ لوبه کې به افغانستان له ایران سره مخ شي.د افغانستان ملي لوبډله د سیالۍ په دوهم ګروپ کې ده، او ایران، تاجیکستان او هند د افغانستان سیالان دي.ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ په تاجیکستان کې ترسره شي.په دې سیالیو کې افغانستان به د دوشنبې په ورځ د سنبلې په لسمه له ایران وروسته میدان ته ننوځي، او بیا به د پنجشنبې په ورځ د سبنلې په دیارلسمه له هند سره سیالي وکړي.د مرکزي آسیا د فوټبال اتحادیې یا کافا اتلولي به د سنبلې له اوومې څخه تر نهه ویشتمې پورې د اتو ټیمونو په ګډون سره ترسره شي او تاجیکستان او ازبیکستان به سره په ګډه کوربه توب وکړي.