د ایران او عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
سنبله 03, 1404 16:37 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې په څنډه کې له خپل سعودي سیال سره لیدنه او سلا مشورې وکړې.
سید عباس عراقچي د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره د غونډې په څنډه چې په جده کې د فلسطین د وضعیت او په غزه کې د بشري بحران په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه لیدلي.په دې غونډه کې دواړو خواوو د وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو، په ځانګړې توګه د غزې د اندیښنې وړ وضعیت او د فلسطیني خلکو په وړاندې د صهیونیستي رژیم د دوامداره جرمونو په اړه بحث وکړ، او د اسلامي هیوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ ترڅو سمدلاسه د یرغلونو مخه ونیول شي، بشري مرستې چمتو شي او د دې رژیم د خطرناکو اشغالګرو پروژو سره مقابله وشي.