لوګر کې د غصب شویو ځمکو بیرته راګرځول
سنبله 03, 1404 16:36 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې یې یو زرو څلور سوه او شپږ جریبه غصب شوې ځمکه ضبط کړې ده.
د دغه وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې دا ځمکې په عمده توګه په پل علم ښار کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب مخنیوي کمیټې په غونډه کې تایید شوې.ویل کیږي چې د لوګر ولایت د دې ځمکو دوسیه مرکزي کمیسیون ته لیږل شوې ده.تر دې مخکې د سرپرست حکومت عدلیې وزارت یو کمیسیون جوړ کړی و ترڅو هغه ځمکې بیرته ترلاسه کړي چې دوی یې د غصب ادعا کوي.په افغانستان کې د سرپرست حکومت د واکمنۍ په څلورو کلونو کې، سلګونه زره جریبه ځمکه ضبط شوې ده، خو د ځمکو د مالکینو شکایاتو اوریدو لپاره هیڅ کومه ځانګړې اداره شتون.