پنجشیر کې د ۲۵۰ کانونو کشف
پنجشیر ولایت کې د سرپرست حکومت د کانونو ریاست وايي چې دوی په پنجشیر ولایت کې دوه سوه پنځوس کانونه کشف کړي دي.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا کانونه په پریان ولسوالۍ او د پنجشیر په نورو سیمو کې نوي کشف شوي او ډیر ژر به پرانستل شي.زمرد، بیروج او سرب د دې کانونو له جملې څخه دي. د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست ویلي چې په دې ولایت کې د کانونو د پیژندلو او تایید پروسه لاهم روانه ده.د دې ادارې د اعلان له مخې؛ تر اوسه پورې، په پنجشیر ولایت کې په شپږ سوو مختلفو کانونو کې کار روان دی او د کانونو وزارت د هغوی لپاره د کانونو جوازونه صادر کړي دي.خو په تیرو څو کلونو کې په دې ولایت کې د یو زره اوه سوو څخه زیاتو کانونو، چې په عمده توګه زمرد دي، سروې او پیژندنه روانه ده.بلخوا د جیولوجي په برخه کې د ځینو کارپوهانو لخوا د دې کانونو د غیر معیاري کشف او استخراج په اړه نیوکې کیږي، چې سرپرست حکومت یې په ځواب کې وايي چې په دې کانونو کې کار په بشپړ ډول مسلکي او اصولي ډول ترسره کیږي.