بلجیم کې د فلسطینیانو په ملاتړو لاریونوالو برید
سنبله 03, 1404 16:31 Asia/Kabul
د بلجیم رسنیو راپور ورکړی چې د فلسطین په ملاتړ د لاریون پرمهال یو کس د چاقو په برید کې ټپي شوی دی.
دا لا روښانه نه ده هغه بریدګر چې د پولیسو په توقیف کې دی په بلجیم کې کومې سیاسي ډلې پورې اړه لري.په ورته وخت کې د بلجیم پلازمینه د بروکسل ښار شورا ویاند وویل چې دا پیښه پرون مازدیګر شاوخوا شپږ او پنځلس دقیقې رامنځته شوه.هغه وویل چې دا پیښه د بلجیم پلازمینې کې د فلسطیني خلکو د ملاتړ ښودلو لپاره د خلکو د یوې لویې غونډې په جریان کې رامنځته شوه.هغه زیاته کړه: ټپي کس په نازک حالت کې روغتون ته وړل شوی او سیمه اوس مهال د نورو تحقیقاتو لپاره تړل شوې ده.