سنبله 03, 1404 16:29 Asia/Kabul
  • غزه کې یو روغتون تر برید لاندې نیول شوی

د صهیونیستي رژیم پوځ په مستقیم ډول د غزې په جنوب کې یو روغتون په نښه کړ، چې له امله یې یو فلسطینی خبریال حسام المصري شهید کړ.

فلسطین رسنۍ وايي چې وروسته له هغه چې مرستندویه کارکوونکي قربانیانو ته نږدې شول، صهیونیستي بې پیلوټه الوتکو د قربانیانو د لېږدولو د مخنیوي لباره بیا ورته ځای په نښه کړ .ویل کیږي چې دوه نور فلسطیني خبریالان، حاتم عمر او محمد اشرف سلامه هم په دې برید کې ټپیان شوي دي.