سنبله 02, 1404 16:15 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي انقلاب رهبر سره ولسي غونډه

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر نن سهار د امام رضا (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د بیلابیلو قشرونو له زرګونو تنو سره ولیدل.

په دې غونډه کې حضرت آیت الله خامنه ای ټینګار وکړ چې د ایران ملت به د امریکا د امرونو او غوښتنو په وړاندې په کلکه ودریږي.هغه وویل امریکا غواړي چې ایران د دوی امرونه ومني خو د ایران ملت د دې لوی سپکاوي له امله په ژوره توګه خفه کېږي.حضرت آیت الله خامنه ای ټینګار وکړ چې د ایران دښمنان د ملت، چارواکو او وسله والو ځواکونو د قوي مقاومت او یووالي او په پوځي بریدونو کې د درنو ماتو له زغملو څخه پوهیدلي دي چې د ایران ملت او اسلامي نظام د جګړې له لارې په ګونډو نشي کیدلی.د ایران د اسلامي انقلاب رهبر وویل هغه کسان چې پوښتنه کوي ولې تاسو له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې نه کوئ او ستونزې نه حل کوئ، سطحي دي.