د خبرو اترو له لارې پاکستان سره د ستونزو پر حل د کابل ټینګار
سنبله 29, 1404 16:38 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي او زیاته یې کړه چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان داخلي مسله ده او اسلام آباد باید پخپله د هغې لپاره حل لاره ومومي.