سنبله 02, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • د روسیې لخوا د ۹۵ اوکرایني الوتکو نسکوریدل

د روسیې پوځي چارواکي وايي چې د دغه هیواد هوایي دفاع په مرکزي روسیه کې لسګونه ډرونونه ویشتلي دي، چې یوه یې د مسکو په لور روانه ده.

د روسیې رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بریښنا او انرژۍ په څو تاسیساتو باندې د اوکراین د ډرون بریدونو د کورسک اټومي بریښنا فابریکې ظرفیت کم کړی او په اوست-لوګا کې د سون توکو صادراتو ټرمینل کې د اورلګیدنې لامل شوی. چې د سیمې څو هوايي ډګرونه هم ځنډول شوي دي.د روسیې د دفاع وزارت وویل چې دوی د شپې په اوږدو کې په دیارلس سیمو کې ټولټال پنځه نوي اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي..دغه وزارت د اوکراین د دونتسک په سیمه کې د دوو نورو ښارونو د نیولو خبر هم ورکړ.په اوکراین کې جګړه د سولې د څرک له امکان پرته دوام لري.