د افغانستان د لوړې کچې یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ
سنبله 02, 1404 16:13 Asia/Kabul
د افغانستان د لومړۍ درجې یو ورځنیو کرکټ سیالیو (اتصالات کپ) د اتم پړاو په څلورمه لوبه کې د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ بست ټیم آمو ټیم ته د څلور څلوېښتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا په دې جام کې د بست لپاره لومړۍ بریا او د آمو ټیم لپاره دویمه پرله پسې ماتې وه.د لوبې په پیل کې ټاس د آمو په ګټه ولوېد، چې کپتان یې یامین احمدزي و، او ټیم پریکړه وکړه چې لومړی بیټینګ وکړي.بست ټیم په لومړۍ پاڼۍ کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره دوه سوه اته څلویښت منډې جوړې کړې.په دویمه پاڼۍ کې آمو ټیم خپل ټول لوبغاړي په شپږڅلوېښتم اوور کې له لاسه ورکړل او یوازې دوه سوه څلور منډې یې جوړې کړې.د لوبې د غوره لوبغاړي لقب سید شیرزاد ته ورکړل شو، ځکه چې د دوو ویکټو اخیستلو سربیره، هغه د بیټینګ برخه کې هم یو څلویښت منډې جوړې کړې.