د افغان کرکټ لوبغاړو نړیوال مقام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45308-د_افغان_کرکټ_لوبغاړو_نړیوال_مقام
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ستوري، عظمت الله عمرزي او محمد نبي عیسی خیل، د نړۍ د غوره توپ اچوونکي او توپ وهونکي لقب ترلاسه کړ.
(last modified 2025-08-21T07:46:08+00:00 )
اسد 30, 1404 12:15 Asia/Kabul
  • د افغان کرکټ لوبغاړو نړیوال مقام

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه ستوري، عظمت الله عمرزي او محمد نبي عیسی خیل، د نړۍ د غوره توپ اچوونکي او توپ وهونکي لقب ترلاسه کړ.

آی سي سي په خپله نوې درجه بندۍ کې په دې کټګورۍ کې لومړی او دوهم مقامونه دوو افغان لوبغاړو ته ځانګړي کړي دي.دغو دوو افغان لوبغاړو یو ځل بیا د نړۍ د غوره لوبغاړو په منځ کې خپل ځای ثابت کړی دی.عظمت الله عمرزي دوه سوه شپږ نوي نمرو سره په لومړي ځای کې دی، ورپسې محمد نبي دوه سوه دوه نوي نمرو سره دویم او د زیمبابوې سکندر رضا دوه سوي نوي نمرو سره په دریم ځای کې دی.