د ایران او بیلاروس ترمنځ د تړون لاسلیک
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45286-د_ایران_او_بیلاروس_ترمنځ_د_تړون_لاسلیک
بیلاروس ته د مسعود پزشکیان د سفر په ترڅ کې د ایران او بیلاروس ولسمشرانو د همکارۍ دولس سندونه او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
(last modified 2025-08-20T08:12:19+00:00 )
اسد 29, 1404 12:41 Asia/Kabul
  • د ایران او بیلاروس ترمنځ د تړون لاسلیک

بیلاروس ته د مسعود پزشکیان د سفر په ترڅ کې د ایران او بیلاروس ولسمشرانو د همکارۍ دولس سندونه او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

بیلاروس ته د مسعود پزشکیان د سفر په ترڅ کې نن چهارشنبه د ایران او بیلاروس لوړ پوړو چارواکو، د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د سیاست، نړیوال قانون، ګرځندوی، هنر، رسنیو، روغتیا، صنعت، چاپیریال او پانګونې په برخو کې د همکارۍ دولس سندونه لاسلیک کړل. د ایران او بیلاروس ولسمشرانو په مراسمو کې د سفر یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه.مسعود پزشکیان د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړ.هغه مخکې له دې د ارمنستان د سفر په جریان کې د یاد هیواد له لومړي وزیر سره ولیدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي او سیاسي همکاریو په اړه خبرې وکړې.