اسد 29, 1404 16:10 Asia/Kabul
  • د افغان لوبغاړي زړوره کړنه

د افغانستان د اوبیزو لوبو فدراسیون ویلي دي چې د افغانستان د لامبو وهلو ملي ټیم یوه غړي د سیلابونو پرمهال د څو قربانیانو ژوند وژغوره.

د یادې ادارې په یوه بیان کې ویل شوي چې ایمل نبی زاده د سیلاب اوبو ته د ننوتلو سره ډیره زړورتیا وښوده.دغه فدراسیون ایمل نبی زاده د ژمنتیا او ځان تیریدو سمبول ګڼلی دی.دا د افغانستان د ملي ټیم د لوبغاړي لومړی عمل نه دی، هغه پخوا هم څو ځله د کنړ ، ننګرهار او لغمان سیندونو کې قربانیان ژغورلي دي.