خوست ولایت کې د کرکټ سیالیو پيل
اسد 29, 1404 16:09 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې نن په خوست ولایت کې د " کرکټ لومړۍ کچې اکسبول" یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
دا سیالۍ نن د چهارشنبې په ورځ د دې ولایت په "رحمت ولي مسرور" لوبغالي کې پیل شوې.د دې سیالۍ لومړۍ لوبه نن سهار نهه بجې د سپین غر او آمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.د افغانستان کرکټ بورډ دا سیالۍ خورا مهمې بللې او ویلي یې دي چې دا به د افغان لوبغاړو وړتیا لوړه کړي.ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ یو ویشت ورځې دوام وکړي او مشهور شخصیتونه لکه حشمت الله شهیدي، اکرام علي خیل، یمین احمدزی، افسر خان ځاځي او رحمت شاه زرمتي د دې سیالۍ د مختلفو لوبډلو مشري کوي.