د ایران او ارمنستان ترمنځ د همکارۍ لس سندونو لاسلیک
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45260-د_ایران_او_ارمنستان_ترمنځ_د_همکارۍ_لس_سندونو_لاسلیک
د ارمنستان او ایران چارواکو د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان په شتون کې له لسو څخه زیات د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.
(last modified 2025-08-19T09:17:25+00:00 )
اسد 28, 1404 13:45 Asia/Kabul
  • د ایران او ارمنستان ترمنځ د همکارۍ لس سندونو لاسلیک

د ارمنستان او ایران چارواکو د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان په شتون کې له لسو څخه زیات د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ، چې پرون یې ارمنستان ته سفر وکړ، د ارمنستان له لومړي وزیر سره له لیدنې وروسته ټویټ وکړ چې ایران تل د ارمنستان د ملي حاکمیت درناوی کوي او د ګډو پولو ته نږدې د دریمې ډلې ځواکونو د شتون په اړه د تهران اندیښنې باید په بشپړه توګه حل شي.د یادونې وړ ده چې د ایران او ارمنستان د مشرانو له غونډې وروسته، د دواړو هیوادونو چارواکو په مختلفو برخو کې له لسو څخه زیات د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.له ارمنستان وروسته، مسعود پزشکیان به بیلاروس ته سفر وکړي.