د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو ته لارموندنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45225-د_افغانستان_اتلانو_لیګ_سیالیو_ته_لارموندنه
په کندز ولایت کې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ لپاره د لار موندلو سیالۍ وروستۍ مرحله پای ته ورسیده.
(last modified 2025-08-18T08:33:53+00:00 )
اسد 27, 1404 13:01 Asia/Kabul
  • د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو ته لارموندنه

په کندز ولایت کې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ لپاره د لار موندلو سیالۍ وروستۍ مرحله پای ته ورسیده.

د سیالۍ په وروستي پړاو کې؛ د کندهار اتفاق خانزاده لوبډله یوولسو نمرو سره د دې دورې اتلولي خپله کړه.اوس دې لوبډلې د افغان اتلانو لیګ پنځم پړاو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.اتفاق خانزاده په خپله وروستۍ لوبه کې د کندز پیروزي لوبډلې سره یو پر یو مساوي لوبه وکړه، خو په تیرو سیالیو کې د دې لوبډلې د لوړې نمرې له امله، اتلانو لیګ ته لاړه.د سیالۍ د پای مراسم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چارواکو او د فوټبال مینه والو په شتون کې ترسره شول.