قطر څخه د سهیل شاهین غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45216-قطر_څخه_د_سهیل_شاهین_غوښتنه
په دوحه کې د سرپرست حکومت سفیر سهیل شاهین پرون د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مشر سره لیدنه او په افغانستان کې د زړه د ناروغیو په برخه کې یې د دې هېواد د مرستې غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-08-18T08:23:11+00:00 )
اسد 27, 1404 12:51 Asia/Kabul
  • قطر څخه د سهیل شاهین غوښتنه

په دوحه کې د سرپرست حکومت سفیر سهیل شاهین پرون د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مشر سره لیدنه او په افغانستان کې د زړه د ناروغیو په برخه کې یې د دې هېواد د مرستې غوښتنه وکړه.

سهیل شاهین له فیصل محمد العمادي څخه وغوښتل چې د زړه د ناروغیو لرونکو ماشومانو د درملنې لپاره ماهر قطري ډاکټران کابل ته راولي.په قطر کې د سرپرست حکومت د سفارت مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې شاهین په دې غونډه کې د قطري ډاکټرانو لخوا د افغان ډاکټرانو لپاره د ورکشاپونو د جوړولو غوښتنه وکړه.هغه دا هم غوښتنه وکړه چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه په افغانستان کې د زړه د روغتونونو په بیارغونه کې همکاري وکړي.