د صنعا پر برېښنا کوټ د صهیونیستي رژیم برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45181-د_صنعا_پر_برېښنا_کوټ_د_صهیونیستي_رژیم_برید
صهیونیستي رژیم نن سهار د یمن د پلازمینې صنعا په جنوب کې په یوه برېښنا کوټ بمباري وکړه.
(last modified 2025-08-17T08:18:55+00:00 )
اسد 26, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • د صنعا پر برېښنا کوټ د صهیونیستي رژیم برید

صهیونیستي رژیم نن سهار د یمن د پلازمینې صنعا په جنوب کې په یوه برېښنا کوټ بمباري وکړه.

دغه هوایي بریدونو د صنعا په برېښنا کوټ کې لویه اورلګیدنه رامنځته کړه او په لنډمهاله توګه یې بریښنا پرې کړه.د انصارالله د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد وویل چې صهیونیستي جنایتکار دښمن یوازې د خدماتو تاسیسات په نښه کوي.د فلسطین د مقاومت کمیټو په یوه بیان کې د صهیونیستي رژیم لخوا د صنعا برېښنا کوټ باندې د نوي جرمي برید غندنه وکړه، او وویل چې د صنعا د بریښنا په فابریکه باندې برید په څرګنده توګه د اشغالګر رژیم ماتې او ګډوډي څرګندوي.په بیان کې ویل شوي چې د یمن د ملاتړ جبهې له پیل راهیسې د اشغالګرو لخوا په ملکي موخو بریدونه د استخباراتو یوه لویه ناکامي په ګوته کوي.