د اروپايي ټولنې چارسمبالې سره د کورنیو چارو وزیر لیدنه
اسد 26, 1404 16:16 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغان کډوالو د ملاتړ، د بشري مرستو د دوام، روغتیايي خدماتو او په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ په اړه بحث وکړ.د کورنیو چارو وزارت په وینا یاد وزارت اوس مهال ټول هیواد څخه د روږدو کسانو د راټولولو او د درملنې لپاره په ځانګړو کمپونو کې د ساتلو بهیر دوام لري.تر دې مخکې میرمن ورونیکا د اروپايي ټولنې د څلورمې بشري سرمشریزې په جریان کې د سرپرست حکومت لپاره د بشري سازمانونو هر ډول مالي ملاتړ رد کړی و او ویلي یې وو چې اروپايي ټولنه د ښځو د پیاوړتیا او د افغانانو لپاره د ژوندانه د فرصتونو په رامینځته کولو تمرکز کوي.