د سرحدي پولیسو لخوا د څو تنه قاچاقچیانو نیول کیدل
اسد 27, 1404 16:30 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت سرحدي پولیسو اعلان وکړ چې په تیرو دوو اونیو کې یې څلویښت قاچاق وړونکي او د ویزې جعلکاران نیولي دي.
دغه بنسټ وویل چې د دې اشخاصو قضیې د لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.سرحدي پولیسو د دې کړنو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دا اشخاص د ډالرو، تاریخي اثارو د قاچاق او همدارنګه د ځینو هیوادونو څخه د ویزې جعل کولو په تور نیول شوي دي.