د برېښنا رسولو د درېیو پروژو قراردادونو لاسلیک
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45178-د_برېښنا_رسولو_د_درېیو_پروژو_قراردادونو_لاسلیک
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له خصوصي شرکتونو سره د برېښنا د دریو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي دي.
(last modified 2025-08-17T08:16:19+00:00 )
اسد 26, 1404 12:45 Asia/Kabul
  • د برېښنا رسولو د درېیو پروژو قراردادونو لاسلیک

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له خصوصي شرکتونو سره د برېښنا د دریو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي دي.

دغه شرکت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا پروژې د یو څلوېښت میلیون ډالرو په ارزښت دی چې د زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.د مطبوعاتي اعلامیې له مخې په دې قراردادونو کې د نورالجهاد سب سټیشن څخه د پل هاشمي سب سټیشن ته د دوه سوه شل کیلو ولټ بریښنا لیږد او له هغه ځایه د حوت څلور ویشتمې شهیدانو سب سټیشن ته او همدارنګه د سب سټیشنونو او بریښنا لینونو جوړول شامل دي.دا په داسې وخت کې ده چې هیوادوال د اوړي په موسم کې د بریښنا کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې دوی ته یې جدي ستونزې رامینځته کړې دي.د یادونې وړ ده چې د احصایو پر بنسټ، یوازې څلوېښت سلنه افغانان بریښنا ته لاسرسی لري.