اسد 26, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • د کډوالو لپاره د بودجې کمښت په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې افغان کډوالو او راستنیدونکو سره د مرستې لپاره یې تمویل په ختمیدو دی.

دغه سازمان د کډوالو د راستنیدو بحران ته د ځواب ویلو لپاره د اړتیا وړ مالي او بشري سرچینو چمتو کولو لپاره د بیړنۍ نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه، او خبرداری یې ورکړ چې د بشري مرستو کمښت په داسې وخت کې رامینځته کیږي کله چې اړتیاوې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي.د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال سټیفن دوجاریک لخوا چمتو شوي احصایو له مخې د روان کال له پیل راهیسې یو اعشاریه اووه میلیون افغانان له ایران او پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي.دا په داسې وخت کې ده چې د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې په افغانستان کې بشري بحران دوام لري د افغانستان د اته دیرش میلیون نفوس له نیمایي څخه ډیر په بشري مرستو پورې تړلي دي.