اسد 26, 1404 16:13 Asia/Kabul
  • د ایران پوځي توان په اړه د لاریجاني څرګندونې

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې اسراییلیان تر ټولو زیات دفاعي وړتیاوې لري خو د جګړې په منځ کې ایراني توغندیو په بشپړه توګه مایوسه کړل.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار کړی دی چې اسراییلو سره په مقابله کې د ایران ستراتیژي او د پوځي اقدام ډول یوه لاسته راوړنه وه.لاریجاني وویل چې دښمن فکر کاوه چې اسلامي هیوادونه به د ځینو توپیرونو یا محافظه کارۍ له امله د ایران په لور ونه ګرځي او ایران به منزوي شي، خو اسلامي هیوادونه، د دوی حکومتونه او خلک دواړه د ایران تر شا راغلل.د ایران او عراق د امنیتي وروستي تړون ته په اشارې سره دغه ایراني چارواکي وویل چې د ایران او عراق د امنیتي تړون مرکزي ټکی دا دی چې دواړه هیوادونه ژمن دي او افرادو، خوځښتونو او دریمګړو هیوادونو ته اجازه نه ورکوي چې د دواړو هیوادونو همغږي او امنیت ګډوډ کړي او د یو هیواد خاوره د بل په وړاندې وکاروي.