اسد 26, 1404 16:12 Asia/Kabul
  • خیبرپښتونخوا کې د اووه ګرځندویانو وژل کیدل

پاکستاني پولیسو ویلي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د سیلانیانو پر یوې ډلې د نامعلومو بریدګرو له برید وروسته لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې وسله والو په شمال لویدیځ کوهاټ سیمه کې د سیلانیانو پر یوې ډلې ډزې کړې دي.پولیسو ویلي چې بریدګر د جرم له ترسره کولو وروسته له سیمې تښتیدلي، او تر اوسه کومې ډلې د برید پړه نه دی منلې.تر دې مخکې د ثور په میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام ولسوالۍ کې پر سیلانیانو یوه مرګوني برید څلور ویشت کسان ووژل.دا پېښه د هند او پاکستان ترمنځ د څلورو ورځو په جګړې بدله شوه.