اسد 26, 1404 16:09 Asia/Kabul
  • د قزاقستان د تکواندو سیالیو څخه د دوه مډالونو ګټل

د افغانستان د تکواندو ټیم چې د قزاقستان په پرانیستې نړیوالو سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، خپله سیالۍ یې د یو سپینو زرو او یو د برونزو مډال په ګټلو سره پای ته ورساوه.

دا سیالي د زمري درویشتمې څخه تر پنځه ویشتمه پورې د قزاقستان په آستانه کې ترسره شوه، چې دوه ویشت هیوادونو څخه د اووه سوه پنځوسو څخه زیاتو تکواندو لوبغاړو پکې ګډون کړی و.افغانستان په دوو عمري تنیکو ځوانانو او لویانو کټګوریو کې په سیالۍ کې برخه واخیسته.د لویانو کټګورۍ کې حکمت الله زین د سعودي عربستان او قرغزستان استازو ته د ماتې ورکولو وروسته درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه.په کم عمره کټګورۍ کې، تمیم الرحمن رحماني د منفي اته څلوېښت کیلوګرام وزن کټګورۍ کې په زړه پوری فعالیت وکړ؛ هغه د قزاقستان او متحده عربي اماراتو څخه دریو سیالانو ته ماتې ورکړه ترڅو فاینل ته ورسیږي او د سپینو زرو مډال وګټي.د لوبغاړو سربیره افغانستان د قاضیانو په برخه کې هم استازیتوب وکړ. عبدالصبور عمري او شفیع رستمي په سیالۍ کې د ریفری په توګه برخه اخیستې وه.