د افغانستان په څو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45139-د_افغانستان_په_څو_ولایتونو_کې_د_ورښتونو_وړاندوینه
د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او تالندې خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-08-16T08:32:39+00:00 )
اسد 25, 1404 13:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان په څو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه

د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او تالندې خبر ورکړی دی.

دې ادارې نن شنبه په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې به درانه بارانونه، تالنده، قوي بادونه دوړې او سیلابونه سره یوځای وي.په دې ولایتونو کې د باران اندازه د لسو او پنځه ویشت ملی مترو ترمنځ اټکل شوې ده.د هېواد په شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب ختیځ او مرکز کې د دوړو سره یوځای د قوي بادونو امکان هم شتون لري، او په مختلفو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې د پنځوسو او سل کیلومترو ترمنځ وړاندوینه شوې ده.