په افغانستان کې د ګمرکي عوایدو ښه والی
اسد 25, 1404 16:29 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست اعلان وکړ چې د چنګاښ یا سرطان میاشتې فعالیت د تیر کال په پرتله دوه اعشاریه څلور سلنه لوړ و.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پیل کې د ګمرکونو عمومي رییس د قاچاق مخنیوي او په وخت سره د حسابونو د تنظیم پر اهمیت ټینګار وکړ، او د سوداګرو د ستونزو د حل او یو شمیر نورو مسلو په اړه یې د ولایتي ګمرکونو چارواکو ته اړینې سپارښتنې وکړې.په ورته وخت کې د ګمرکونو عمومي ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ جوړولو، څارنې او ارزونې څانګې د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کې د ګمرکونو په فعالیت بیاکتنه وکړه او یو جامع راپور یې وړاندې کړ.