روان کال کې د افغانانو ستونزو زیاتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45135-روان_کال_کې_د_افغانانو_ستونزو_زیاتوالی
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه ډیرو خلکو ته حیاتي مرستې ته اړتیا ده.
(last modified 2025-08-16T08:27:53+00:00 )
اسد 25, 1404 12:57 Asia/Kabul
  • روان کال کې د افغانانو ستونزو زیاتوالی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه ډیرو خلکو ته حیاتي مرستې ته اړتیا ده.

ستیفان دوجاریک په افغانستان کې د سرپرست حکومت محدودیتونو ته اشاره وکړه او وویل چې د دې سیمې ښځې او نجونې ډیرې ځوریدلي دي.هغه پرون په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو د زیاتوالي سره په هیواد کې اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.د هغه په وینا؛ د روان کال له پیل راهیسې، یو مبلیون او اووه سوه افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي دي، چې ډیری یې افغان ټولنې سره محدوده اړیکه لري او د دوی لپاره ډیر لږ اقتصادي فرصتونه شتون لري.