اسد 25, 1404 16:26 Asia/Kabul
  • کابل کې درې اړخیزه غونډه

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې د سرپرست حکومت، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ به په کابل کې درې اړخیزه غونډه وشي.

دا غونډه به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شي او امیر خان متقي، وانګ يي او اسحاق ډار به د سیمې او افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه وکړي.د پاکستاني سرچینو په وینا د غونډې اجنډا به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې پراختیا وي.ټاکل شوې وه چې څه موده وړاندې امیر خان متقي پاکستان ته سفر وکړي او په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي، خو هغه وخت غونډه لغوه شوه.