امریکا باندې د کورنیو چارو وزارت چارواکي نیوکه
اسد 23, 1404 17:24 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال وايي چې امریکا په نړۍ کې د فساد مور ده.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د طالبانو لاس ته د افغانستان د سقوط د څلورمې کلیزې په مناسبت وویل امریکا هیڅکله نه غواړي چې افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.هغه وویل چې امریکا په نړۍ کې د جګړې او ویجاړۍ اصلي لامل دی او د نړۍ په هره برخه کې یې دا کار کړی دی.د کورنیو چارو وزارت چارواکي وویل چې په افغانستان کې د امریکا له ماتې سره، د دوی ویاړ مات شوی او دغه هیواد هیڅکله هم یو آزاد او خپلواک افغانستان نه دی غوښتلی.دا لومړی ځل دی چې د سرپرست حکومت یو لوړ پوړی چارواکی امریکا ته په داسې ژبه خطاب کوي.