اسد 22, 1404 16:12 Asia/Kabul
  • د سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملي ټیم چمتوالی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزنیز کمپ چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزې سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي دوام لري.

ټاکل شوې ده چې دا شل اوریزه سیالۍ د روان کال د سنبلې اوومې څخه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.ټاکل شوې ده چې درې اړخیزې سیالۍ د عربي اماراتو د اسیایي جام له پای ته رسیدو وروسته ترسره شي.افغان لوبغاړي به د سنبلې تر شپاړسمې پورې په دې سیالیو کې بوخت وي.د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د راتلونکي اسیا جام لپاره د لوبډلو ښه چمتووالی دی.د دریو هیوادونو د کرکټ بورډونو د هوکړې له مخې هره لوبډله به په ګروپي پړاو کې د خپلو سیالانو په وړاندې پرته له فاینل څخه دوه لوبې وکړي،.