مرستې ته د ۲۰ سلنه افغانانو اړتیا
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د نفوس له شل سلنې څخه زیات اوس مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ ویلي چې دا شمېر خلک نهه نیم میلیونه ټنه خوراکي توکو ته اړتیا لري.دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې که چیرې د دې بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه ترلاسه نه کړي، نو په نږدې راتلونکي کې به په میلیونونو افغان کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شي.په ورته وخت کې غیر دولتي سازمان ایمرجنسي وايي چې د نوي حکومت له واک ته رسیدو څلور کاله وروسته، د افغانستان روغتیایی سیسټم په خورا ستونزمن حالت کې دی.دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې سوله د جګړې پای ته رسیدو معنی لري؛ خو د هغې د پایلو پای نه دی او دا چې په هیواد کې د جګړې له امله تاوتریخوالی او جرمونه دوام لري.دغه سازمان ویلي چې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په بیړني څانګه کې شاوخوا پنځوس سلنه ناروغان لاهم د جګړې قربانیان دي چې د ډزو، چاودنو، ماینونو او د وسله وال تاوتریخوالي له امله ټپونو سره راځي.