افغان سوداګرو څخه د سرپرست حکومت غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45078-افغان_سوداګرو_څخه_د_سرپرست_حکومت_غوښتنه
د سوداګرۍ سرپرست وزیر په قرقیزستان کې میشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
(last modified 2025-08-13T08:10:54+00:00 )
اسد 22, 1404 12:39 Asia/Kabul
  • افغان سوداګرو څخه د سرپرست حکومت غوښتنه

د سوداګرۍ سرپرست وزیر په قرقیزستان کې میشتو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

یاد وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په قرقیزستان کې میشتو افغان سوداګرو سره د یو پلاوي په مشرۍ وکتل چې موخه یې د دوی ستونزې حل کول او د دوی پیغامونه او وړاندیزونه اوریدل دي.د دې غونډې په ترڅ کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وویل چې افغانستان اوس په سیمه کې یو له باثباته او خوندي هیوادونو څخه دی او د اقتصادي، سوداګرۍ او پانګونې فعالیتونو لپاره اساسي اسانتیاوې برابرې شوي دي.نورالدین عزیزي له افغان سوداګرو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او د هیواد په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.د یادونې وړ ده چې له دې غونډې دمخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ