اسد 22, 1404 16:03 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو ادعاوې

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په بشپړه توګه د افغانستان له خاورې څخه له منځه وړل شوي او فزیکي شتون نلري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې د دوی د واکمنۍ لومړیو څخه تر دریمو کلونو کې پراخ او دوامداره عملیات د دې ډلو د بشپړې ویجاړۍ لامل شوي دي.هغه ادعا کوي چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅ فرد یا ډله نشته چې د هیوادوالو او سیمې امنیت ته ګواښ وي.د سرپرست حکومت امنیتي چارواکو مخکې ویلي وو چې داعش په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه وړل شوی او په افغانستان کې هیڅ فعالیت نلري.په همدې حال کې یو شمیر ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا هیواد لاهم د ډیری افراطي ډلو لپاره د شتون مرکز دی چې ممکن په راتلونکي کې د سیمې هیوادونو، په ځانګړي توګه مرکزي آسیا ته ګواښ وي.